IQNA

ټرمپ د ډيپلوماسۍ له آدابو بې خبر او له  یوه سرزوري هم بدتر دی  

16:38 - April 20, 2026
د خبر لمبر: 3492686
ایکنا –  د پاکستان د جمعیت علمای اسلام  ف څانګې مشر د ایران پر وړاندې د امریکا د ولسمشر د ډیپلوماتیکو اصولو په خلاف  ورزي کونکو کړنو سختې نیوکې وکړې.

ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکوي،  د پاکستان د جمعیت علمای اسلام  د ف څانګې مشر «مولانا فضل الرحمان»، د ایران پر وړاندې په ځانګړي ډول د  ایران او امریکا ترمنځ  د روانو خبرو په اړه، د ډونالډ ټرمپ د ډیپلوماتیکو اخلاقو خلاف کړنې وغندلې او زیاته یې کړه: هغه څوک چې ځان د یوه ځواکمن هېواد مشر بولي، د ډیپلماسۍ ژبه نه پېژني او چلند ئې له یوه زورواکي څخه هم بدتره دی. 

مولانا فضل الرحمان ټرمپ ته په خطاب کې وویل: دا کوم اخلاق او کوم مذاکرات دي چې که خپلې خوښې پایلې ته ونه رسېدې، ستا چلند له یوه زورواکي څخه هم بدتره شي؟ هغه ټینګار وکړ: ټرمپ باید لومړی د ډیپلماسۍ او خبرو اترو اصول زده کړي، نه دا چې ایران ته د تیلي سرچینو او زیربناوو د ویجاړولو ګواښ وکړي.

له بلې خوا، د NBC او د سروې منکي «Survey Monkey» موسیسې په نوې نظرپوښتنه کې، د انفلاسیون او د ژوند لګښتونو د مدیریت په برخه کې د ټرمپ محبوبیت یوازې ۳۲ سلنه ښودل شوی، چې د تېر کال د شاوخوا ۴۰ سلنې په پرتله کم شوی او نږدې نیمایي امریکایان اوس په دې برخه کې د هغه له کړنو سخت ناخوښه دي.

https://www.irna.ir/news/86131999

captcha